د طالبانو له لوري د کانکور په دغې ازموینه کې انجونو لپاره د ګډون اجازه نه ورکولو یو شمېر هغه انجونې ناهیلې کړي چې د درېیم پرلاپسې کال لپاره په دغه ازموینه کې له ګډون څخه محرومې کیږي.
د دنیا دانش په نوم د دولسم ټولګي یو تن زده کوونکې وايي، درې کاله کیږي په دې تمه ده چې کله به د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي.
هغې له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې په دې اړه وویل، تقریبا درې کاله وشول چې زه د کانکور د ازموینې په تمه یم او دا هېله لرم چې کله به د کانکور ازموینه ورکوم او له دې لارې به د خپلې خوښې پوهنځۍ ته کامیابه کیږم او خپلو لوړو زده کړو ته به داوم ورکوم.
دنیا دانش وايي، کله چې د کانکور د ازموینې د پاېلو له اعلان وروسته د هلکانو خوشحالي ویني چې دوی د خپلې خوښې پوهنځې ته کامیابه شوي د خوشحالۍ ترڅنګ ناهیلې کیږي چې ولې له دغې خوشحالۍ څخه دوی محرومې دي.
هغه د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د ټولو نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.