د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لخوا خپاره شوي معلومات ښيي چې تر دې دمه ۶۵۰ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
سره لدې چې پاکستان د راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده، د جون تر پایه تمدید کړې، خو بیا هم راپورونه ښيي چې هره ورځ یو زیات شمېر افغانان بېرته افغانستان ته استول کېږي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې انجونې په افغانستان کې د تعلیم حق نلري، له همدې امله افغان انجونې اندیښمنې دي افغانستان ته په ستنېدو سره به له زده کړو محرومې شي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات د اسلام ګل افریدي په رپوټ کې واورئ.