د جمهوریت له سقوط وروسته د افغان مېرمنو په ژوند کې کوم بدلونونه راغلي؟

Afghan Women At Kalakan Health Clinic

د اګسټ ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ له درېیمې کالیزې سره برابره ده. Credit: Paula Bronstein/Getty Images

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د اګسټ ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ له درېیمې کالیزې سره برابره ده. د ۲۰۲۱ کال پر همدې ورځ طالبان کابل ته ننوتل او د جمهوریت له ړنګېدو وروسته یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول.


د طالبانو حکومت د خپل واک په تېره درې کلنه موده کې د نورو مواردو ترڅنګ د ښځو د ورځني ژوند پر بېلابېلو برخو یو شمېر محدویتونه لګولي دي.

دغې ډلې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته له خپلو دولتي ادارو تر امر ثاني پورې د ښځېنه کارکوونکو دندې وځنډولې او له هغه وروسته يې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې وتړلې او دا يې وویل، چې دغه دروازي به تر امر ثانِې پّوري تړلې وي؛ تر څو دوی د نجونو د زده کړو له پاره مناسب چاپېریال او درسي نصاب برابر کړي.

نن له دغې پرېګړې شاوخوا درې کاله تېر شول، خو طالبان لاهم پر دې نه دې توانېدلي، چې د دوی په وینا یو درسي نصاب یا د زده کړو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.
د ښوونځې یو تن زده کوونکې چې مستعار نوم يې مهسا دانش ده وايي، کله چې طالبان پر افغانستان د بیاځلې لپاره واکمن شول د ښوونځي په ۱۱ صنف کې وه.

هغې له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې وویل،د دریو کلونو په تیرېدو لاهم ناهیلې ده او نشي کولي خپلې نیمګړۍ هیلې پوره کړي.

د ښوونځې دغه زده کوونکې پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې ژر تر ژره دې د نجونو پرمخ د زده کړو د دروازو پرانیستلو په موخه لازم اقدامات وکړي.

"متاسفانه، درې کاله وروسته هم موږ انجونې همداسې ناهیلې پاتې يو او ومو نشو کولای چې زده کړو ته لاسرسی پیدا کړو."


"هیله مو ده، هرڅومره ژر چې کېږي د انجونو د ښونځیو د بېرته پرانستل کېدو لپاره لازمي اقدامات وشي او له نړیوالې ټولنې مو هم غوښتنه ده چې په دغه برخه کې همکاري وکړي. "

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ډسېمبر پر ۲۳مه په ناحکومتي ادارو کې پر ښځو د کار بندیز ولګاوه چې له امله يې په افغانستان کې یو شمېر نړیوالو بنسټونو د خپلو دفترونو دروازې وتړلې.

که څه هم د طالبانو دغې پریکړې نړیوال غبرګونونه له ځانه سره درلودل، خو دغه ډله لاهم له خپلې پریګړې نه ده په شاه شوې.

د طالبانو د حکومت ددغې پریګړې له امله یوه بېکاره شوې افغان میرمن نجلا امیري وايي، له تېرو درېو کلونو راپدېخوا دنده نلري او په کور ناسته ده چې له امله يې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دوی پر وړاندې لګول شوي بندیزونه لیرې کړي ترڅو د خپل راتلونکي لپاره یو هدف وټاګي.

Afghan women
Source: AFP
طالبانو د خپلې درې کلنۍ واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې ان د مخونو پوښل او حجاب هم جبري کړی او خبرداری يې ورکړی که څوک ترې سرغړونه وکړي نه یوازې ښځېنه بلکې د دوی د کورنۍ نارینه به هم سزا وویني.

نن سبا په افغانستان کې ښځېنه خبریالانې د تلویزیون پرمخ له ماسک پرته نشي راڅرګندیدی او ورځ تر بلې د دوی پر وړاندې محدودیتونه زیاتیږي.

د ښځو د سینګارتونونو تړل، تفریحي پارکونو، ورزشي لوبغالو، له محرم پرته پر سفر، او ښځېنه حمامونو ته د دوی پر تګ بندیز له نورو هغو اقداماتو دي چې د طالبانو حکومت د خپلې درې کلنې واکمنۍ پرمهال د ښځو پر وړاندې لګولي دي.
د سونیکا ارین په نوم يو افغان میرمن وايي، طالبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ پرمهال له خپلو ټولو هغو اساسي او شرعي حقونو بې برخې کړې چې اسلام ورکړي دي.

هغه په دې باور ده چې له زده کړو او کار څخه د افغان میرمنو بې برخه کول د تاریخ نه جبرانېدونکې تېروتنه ده چې جبران کول يې امکان نلري.د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې بیا وايي، طالبانو په افغانستان کې له ښځو ټول اساسي حقوق اخیستي او هغه يې تر پښو لاندې کړي دي.

د ښځو د حقونو فعاله مزلفه کاکړ له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښځې د انتخاب حق ترڅنګ د زده کړو او کار حق نلري.
LISTEN TO
Pashto_Afghan_women_15082024.mp3 image

د اګسټ ۱۵ مه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ له درېیمې کالیزې سره برابره ده.

07:08
اس بي اس پښتو له طالبانو سره د همدغې موضوع په اړه د نظر لپاره اړیکه نیولې، مګر طالبانو تر دې دمه خپل نظر ندی شریک کړی.

پر افغانستان د طالبان واکمني داسې مهال درې کلنه کیږي چې د نړۍ هېڅ یو هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

د یادولو وړ ده چې د روان کال په لومړیو کې چین د طالبانو د سفیر باور لیک قبول کړ، مګر د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه بیانیه خپره کړه ترڅو روښانه کړي چې د ډیپلوماتیکو باور لیکونو منل، په دې معنی نده چې بیجنګ د افغانستان اوسني حاکمان په رسمیت پېژني.

شریکول