د انګليسانو مستعمرې دوران کې له اوښبه افغانانو سره توپيري چلند

Afghan Cameleers

Source: State Library of South Australia

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

آسټرالیا ته له راتګ مخکې اوښبه افغانان پدې نه پوهېدل چې د دغه هېواد په لرې پرتو سیمو کې کار او ژوند څومره سخت دی.


د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰م کلونو ترمنځ شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان له اوښانو سره آسټرالیا ته راوستل شوي وه چې د اوښبه افغانانو په نوم یادېږي.

اوښبه افغانانو د آسټرالیا په پرمختګ کې مهم رول لوبولی، مګر آسټرالیا ته له راتګ مخکې هغوي شاید پدې نه پوهېدل چې د دغه هېواد په لرې پرتو سیمو کې کار او ژوند څومره سخت دی.

سره لدې چې اوښبه افغانانو په ډېرو سختو شرایطو کې په آسټرالیا کې کارونه کړي او د دغه هېواد په پرمختګ کې یې مهمه رول لوبولی، مګر هغوي په دغه هېواد کې له نژادي او مذهبی تبعیض سره هم مخ شوي دي ځکه د اوښبه افغانانو د پوستکي رنګ له اروپایانو سره توپیر درلود. همدا راز اوښبه افغانان مسلمانان وه او په دغه هېواد کې  لومړنی جومات هم د افغانانو لخوا جوړ شوی.

د مذهبی او نژادي تبعیض ترڅنګ د آسټرالیا په ځینې مستعمرو کې داسې قوانین هم وضع شوي وه ترڅو اوښبه افغانان د کار له حقونو څخه محروم کړي. د بیلګې په توګه، په ۱۸۹۵ م کال کې د لویدیځې آسټرالیا د مستعمرې لخوا یو قانون تصویب شوی و ترڅو اوښبه افغانان د سرو زرو په کان کې له کار څخه منع کړي.

مجيب منيب اسټراليا کې د اوښبه افغانانو پر وړاندې تبعيض ته کتنه کړې چې تاسې تيار شوی رپوټ دلته اوريدلی شئ.


شریکول