اسناد ښايي چې اوښبه افغانانو د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمرونه درلودل او د سفر پر مهال به یې قرانکریمونه له ځان سره ګرځول.
اسټرالیا ته له راتګ وروسته اوښبه افغانانو په څلورو اصلي برخو کې مهم کارونه ترسره کړی او یو شمېر میراثونو ورڅخه پاتې دي.
د اسټرالیا کشف, د اورګاډي د پټلۍ او تم ځایونو جوړول , د اسټرالیا په بېلا بېلو سیمو کې جوماتونه او د عبادت ځایونه جوړول او له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته د شيانو ليږد برخه کې مهم رول لوبولی.
کله چې په ۱۸۹۲ م کال کې د لویدیځې اسټرالیا په کولګاردي سیمه کې د طلا کان ومندل شو له یاد کان څخه د اوبو او خوړو پرته د طلا استخراج ګران کار وو خو اوښبه افغانانو به د یاد کان کارکونکو ته خوراکي توکي ور وړل ، مګر دغه کار به څو میاشتې وخت نیوه ترڅو د اوښانو کاروان له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته ورسېږي.
د او نور په زړه پوري معلومات پدې تيار شوي رپوټ کې واورئ.