د اسټراليا هغه ايالت وپيژنئ کوم چې د اوښبه افغانانو کور وه

Th Ghan

The mighty Ghan, circa 2006. Source: Getty Images

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

تاسو ته مو د اسټرالیا د یوه داسې ایالت په اړه مالومات را غونډ‌ کړي چې اوښبه افغانانو په کې د پام وړ کارونه ترسره کړي او لومړنی جومات یي هم په ياد ايالت کې جوړ کړی.


 یاد ایالت د سویلي استرالیا  په نوم یادېږي چې د اسټرالیا د اصلي وچې په سویل کې پروت دی.

د سویلي اسټرالیا ایالت د ۹۸۰ زره کیلومتره مربع مساحت په درلودلو سره د اسټرالیا څلورم لوی ایالت شمېرل کېږي

تاریخي اسناد له مخه بومي اسټرالیایان د ياد ایالت لومړني اوسیدونکي دي ولې بيا لومړي ځل لپاره دغه ایالت ته یوه هالندي په 1627 م کال کې سفر ترسره کړی.

 د اسټرالیا د کرېکټ  په سوداګریزو لوبو کې د دغه ایالت لوبډله د آډېلېډ سټرایکرز په نوم یادېږي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان د کرېکټ پېژندل شوی لوبغاړی راشد هم په کې لوبېږي.

د سویلي اسټرالیا په ایالت کې افغانان اوږد تاریخ لري، په ۱۹ پېړۍ کې یو زیات شمېر اوښبه افغانان یاد ایالت ته کډه شوي او په یاد ایالت کې یې د بنسټیزو جوړښتونو په رغولو کې مرسته کړې.
Two-Afghan-handlers-and-their-camels-one-of-which-is-wearing-traditional-decorative-harness-circa-1890
Two-Afghan-handlers-and-their-camels-one-of-which-is-wearing-traditional-decorative-harness-circa-1890 Source: State Library of South Australia
اسټرالیا ته د اوښبه افغانانو له راتګ وروسته د اسلام دین خپور شوی. په ۱۸۶۱ م کې افغانانو د یاد ایالت په مري سیمه کې لومړنی جومات جوړ کړی او تر هغې وروسته په ۱۸۸۸م کال کې افغانانو د اډېلېډ په ښار کې یو بل لوی جومات جوړ کړی چې نن ورځ‌ هم مسلمانان په کې عبادت ترسره کوي.

د اسټراليا سويلي ايالت په اړه جوړ شوی رپوټ بشپړ رپوټ واورئ.

 


شریکول