په ملبورن او اډېلېډ ښارونو کې مېشت افغانان یو ځل بیا په پام کې لري ترڅو د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ونمانځي.
اس بي اس پښتو د همدغې موضوع په اړه په ملبورن کې د افغان آسټرالیا د بشردوستانو ټولنې له مشر ښاغلي درمحمد آشنا او په آدېلېډ کې د افغان ملي ټولنې له مشر راز محمد پیروزي سره مرکې ترسره کړې دي.
لا ډېر معلومات په ترسره شویو مرکو کې اورېدلی شئ.