په سیډني ښار کې د افغان میرمنو د لاسته راوړنو د ستاینې لپاره غونډه جوړه شوه

Image-2.jpeg

Credit: SBS Pashto / Mujeeb Muneeb

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د نیو ساوت وېلز ایالت د افغانانو د همکارۍ ټولنې (ACSA) یو شمېر هغه افغان میرمنې وستایلې چې په ټولنه کې یې مهم کارونه ترسره کړي.


د نیو ساوت وېلز ایالت د افغانانو د همکارۍ ټولنې (ACSA) د دوشنبې په ورځ هغه افغان میرمنې وستایلې چې مهمې لاسته راوړنې یې درلودې.

د نیو ساوت وېلز ایالت د افغانانو د ټولنې مشر، محمد نادر اعظمي له اس بي اس پښتو راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوي هر کال څو مهمې ورځې لکه د مور، ښځې او داسې نور ورځې ټولې یو ځای لمانځي.

یادې ټولنې سږکال په څلورو ګټګوریو کې ۱۸ افغان میرمنو ته جایزې ورکړي چې په لاندې ډول دي:
  • هغه میرمنې چې اکادمیک فعالیت لري.
  • هغه میرمنې چې کاروبار کوي یا د بشردوستانه خدمتونو په برخه کې فعاله دي.
  • هغه میرمنې چې د دعوت په برخه کې فعالیت لري.
  • مور یا انا
Image-3.jpeg
Credit: SBS Pashto / Mujeeb Muneeb
د نیو ساوت وېلز ایالت د افغانانو ټولنه له تېرو ۸ کلونو راهیسې هر کال د افغان میرمنو لپاره غونډې جوړوي او هغه میرمنې ستايي چې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

ښاغلی اعظمي وايي، د دوي ټولنه له ۲۰۱۴ کال راهیسې هر کال د ښځو لپاره دغسې غونډې جوړي او یواځې دوه ځله د کرونا د وبا له امله ندي توانېدلي د افغان میرمنو د ستاینې لپاره غونډه جوړه کړي.

اس بي اس پښتو راډیو د غونډې له یو شمېر ګډوانوالو سره مرکې ترسره کړي، تاسو کولای شئ د مصاحبو د اورېدلو لپاره د پلې (Play) تڼۍ ته فشار ور کړئ.
زموږ د له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زمونږ خپرونه دلته یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول