اوښبه افغانانو د اسټرالیا د لرې پرتو سیمو په کشف کې څومره مهمه رول لوبولی دی؟

Afghan Cameleers in Australia

Source: AAP Image/Broken Hill City Library

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

اوروپايانو د اسټراليا لرې پرتو سيمو کشف کې له اوښبه افغانانو ډيره مرسته غوښته او د هغوی په مټ يې نه يوازې نورې سيمې کشف کړې بلکې طبعي زيرمو سپړلو کې هم اوښبه افغانانو رغنده رول لوبولی.


اسټرالیا ته د اروپایانو له راتګ وروسته د دغه هېواد ټولې سیمې او طبعي زیرمې نه وې کشف شوې، له همدې امله پکار وو ترڅو ‌څېړونکي د اسټرالیا لرې پرتو سیمو ته ولاړ شې او هلته د طبعي زېرمو او طبیعت په اړه څېړنې وکړي. 

اسټرالیا ته د اوښبه افغانانو له راتګ وروسته څېړونکو له افغانانو سره د اسټرالیا هغو سیمو ته علمي او څېړنیز سفرونه ترسره کړي چې مخکې یې ترسره کول ګران کار وو.

لومړی ځل د اسټرالیا د لرې پرتو سیمو/په کشف کې له اوښانو څخه په ۱۸۶۰ م کال کې د برک اینډ وېلز شرکت لخوا کار اخیستل شوی.

او تر هغې وروسته د اوښبه افغانانو په مرسته د اسټرالیا ډیری لرې پرتې سیمې کشف شوي.

دا چې اوښبه افغانانو د اسټرالیا د لرې پرتو او مرکزي سیمو په کشف کې څومره مهمه ونډه لوبولې ده، تاسو کولای شئ په دغه راپور کې یې واورئ.


شریکول