اسټراليا کې د وچکالي له امله ۱۰،۰۰۰ ځنګلي اوښان هوا له لارې ويشتل شوي

آيا پوهيږئ ولې اسټراليايي حکومت ځنګلي اوښان له مينځه وړي؟

Australia to cull thousands of camels to ease drought affects

اسټراليا کې زرګونه اوښان د وچکالی له امله په ډزو ويشتل شوي او له مينځه وړل شوي. Source: SBS Pashto

اسټراليا کې اوښان د ياد هيواد اصلي ژوي ندي ځکه دا اوښان لومړي ځل لپاره د اوښبه افغانانو او نورو مينځني ختيځ هيوادو وګړو لخوا کلونه وړاندې اسټراليا ته راوړل شوي.

دا مهال اسټراليا کې تر ۱.۲ ميليونه ځنګلي اوښان شتون لري او دا شمير چټکی سره ډيريدو حال کې دی.

د اټکل له مخه هرو لسو کلونو کې د يادو اوښانو شمير دوه برابره کيږي.

او حکومت د اوښانو شمير کابو کولو باندې لاس پورې کړی.

اسټراليا کې د لرې پرتو سيمو اوسيدونکي د ډير شمير اوښانو له شتون څخه سر ټکوي او وايي، دا مهال وچکالي دوران کې د اوبو ارزښت ډير مهم دی ولې لويه ستونزه داده چې د اوبو ذخيرې ډيره کې د اوښانو لخوا له مينځه وړل کيږي او اوښان ډيرې اوبه هم څکښي.

د اسټراليا حکومت د وچکالی او ځنګلونو کې لګيدلو اورونو کابو کولو لپاره له تيرې چهار شنبې ورځ څخه پيل، پينځو ورځو لپاره يې له هليکوپتر څخه اوښان پر مرميو وويشتل او ويل کيږي چې تر ۱۰،۰۰۰ ځنګلي اوښان له مينځه وړل شوي.

ځيني لري پرتو ښار ګوټو اوسيدونکي وايي، اوښان اوبو موندلو لپاره د هغوې کورونو او سرکونو ته راځي کوم چې ددوی ماشومانو ته خطر پيښولی شي.

د اوښانو له مينځه وړلو پريکړه د اسټراليا د هوا او اوبو وزارت لخوا شوې.

ياد وزارت وايي، اسټراليايي ځنګلونو کې اور لګيدو سره د اوښانو شتون کوم تړاو نه لري، ولې اوښان ټولنو اوسيدونکو ژوند او هم اوبو زيرمو ته خطر پيښ کړی.

د اوښانو له مينځه وړلو عمليات ډيره کې جنوبي اسټراليا کې ترسره شول چيرې چې افغانان ياد ايالت کې له خپلو اوښانو سره لومړي ځل لپاره په کال ۱۸۳۸ کې ميشت شوي ول.
An undated photo of loading wool at Olive Downs, NSW, c1920. Australia's Muslim Cameleers' exhibition, Dec, 2007 (AAP Image/State Library of S.A, L. Reynolds)
An undated photo of loading wool at Olive Downs, NSW, c1920. Source: STATE LIBRARY OF QUEENSLAND
اسټراليايي چارواکي وايي، د ځنګلي اوښانو ډير شمير ټولنې له ستر فشار سره مخ کړي.

ځنګلي اوښان د فارمونو پنجري او وسايل ماتوي او هغه اوبه څکښي کوم چې د يادو ټولنو اوسيدونکو ورته ډيره اړتيا وي.

۲۰۱۹ کال د اسټراليا تاريخ کې تر ټولو ګرم او وچ کال ثبت شوی.

اسټراليايي ځنګلونو کې لګيدلو اورونو له ۲۰۰۰ ډير کورونه سوځولي او نږدې ۶ ميليونه هکتاري ځمکه او ځنګل يې هم سوځولی.

 

 


شریکول
خپور شوی 13/01/2020 په 2:43pm
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 3:24pm
لخوا Abdullah Alikhil, SBS Pashto
سرچینه: SBS